IQNA

  د ایران ۴۰کلن پرمختګونو،د اسلامی انقلاب دتحلیل ریښتونوالی ثابت کړی دی

15:46 - October 19, 2022
د خبر لمبر: 3486341
ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ایران د سلګونو برلاسه علمي وړتیاوې درلودونکي او ځوانو شخصیّتونو سره په کتنې کې د هیواد څلویښت کلن پرمختګونه، دلویدیځ پالو دتحلیل په مقابل کې له نړۍ د اسلامی ا نقلاب د تحلیل دریښتونوالئ نښه وبلله.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي په دغې کتنې کې د اسلامی انقلاب د بریالیتوبه رانیولې تر نن پورې د اسلامی جمهوری نظام په ځوړتیا مشتمل د لویدیځوالو دوامدارو پروپیګنډو اوتبلیغاتو ته په اشارې سره ووئيل؛ دوي ددې ادعا لپاره وخت هم ټاکۀ او هرځل ئې وئيل،تریوې بلې میاشتې پورې ،تر یوه بل کال پورې د اسلامی جمهوری نظام کار نور تمام دی  او  یوشمیر داخلی عواملو هم د غفلت یا د بدغوښتې له پلوه،دغه ادعاګانې دودولې.

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي ټينګار وکړ،مونږتسلیم شوي نه یو او کلک دریدلي یوو او ان شاا الله هماغه شان به مقاومت وکړو.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دې زمینې کې د نظام دوو تحلیلونو شتون ته په اشارې سره ووئيل،یو تحلیلي نظام باؤري دی چې د نړیوالو کړچارونو او نظریو  او له دغو نظریو او کړنو د راپورته شوو قدرتونو په تیره بیا د امریکا په مقابل کې کار او مقاومت ګټه نه لري او د له مینځه تلو سبب کیږي،نو دغو کسانو هغه کسان هم چې دنړۍ او واقعیّتونو په باب بل تحلیل لري،وهّمي خیال کوي.

دوي دغه راز وفرمائيل؛ البته دوهم او حقیقت پال تحلیل په دې اساس دی چې د واقعیّتونو ټولګه ،هغه هم نه یوازې ښه واقعیّتونه ،بلکې بد واقعیّتونه  هم وینی او د هغو په اساس حرکت کوي.

حضرت آيت الله خامنه اي ټينګار وکؤخو د پام وړ واقعیّت دا دی چې د اسلامی جمهوری نظام هغه بیړنی حرکت چې د قافلې له پاي څخه ئې پیل کړی ؤ دوام ورکړی او اوس  دقافلې سر ته د رسیدا په حال کې دي.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دې خبرې په ټینګارسره چې د مونږ پوهنتوالو اجازت ورنکړ هیواد لویدیځوالو محتاج پاتې شي،د هیواد دمتفکرانو او غوره شخصیّتونو د ویاړونو دیوې برخې په تشریح کولو کې،دبنیادي  سلولونو او د ژوندي حیوان دشبیه سازۍیا کلونیګ په څير په ډګرونو کې د رویان څيړنیز مرز تحقیقاتو اوبریاؤ،په بایئو کمیسټرۍ کې پرمختګ،فضاته د سپوزمکۍ توغولو او منتقلولو، په ایټمي صنعت کې بنیادي بریاؤ،د کروناواکسنو پشمول دپیچلو واکسنونو تولید او په توغندوي او ډرونز صنائعو کې حیرانونکو پرمختګونو ته  اشاره وکړه.

https://iqna.ir/fa/news/409289

captcha